د ګلفوډ ۲۰۲۱ نړیوال نندارتون کې د ۲۸ افغان کمپنیو ګډون

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۵:۳
د ګلفوډ ۲۰۲۱ نړیوال نندارتون کې د ۲۸ افغان کمپنیو ګډون

۳ کب ۱۳۹۹
د ګلفوډ ۲۰۲۱ نړیوال نندارتون، چې نن د ۲۰۲۱ ام کال د فبروي په ۲۱ مه نېټه د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې په لاره واچول شوه، په کې د نړۍ د ۸۵ هېوادونو د کمپنیو ترڅنګ له افغانستان څخه هم د تولید، پروسس او سوداګرۍ ۲۸ کمپنۍ ګډون کړي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس حبیب الله حبیبي وایي، چې نړیوالو ته د افغان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د پېژندې په پار یاد نندارتون افغان سوداګرو ته یو مهم او استثنایي فرصت دی.
افغان سوداګر د امریکا متحده ایالاتو نړېوالې ادارې (USAID) په مرسته او دکرنې وزارت په هغږۍ په دې نندارتون کې ګډون کړې او خپل محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي دي؛ په دغو محصولاتو کې زعفران، وچې مېوې، طبي بوټي، شات، پروسس شوې مېوې او لسګونه ډوله نور محصولات شامل دي.
د ګلفوډ نړیوال نندارتون د نړۍ په کچه د خوړو په برخه کې له سترو نندارتونونو څخه دی، چې د نړۍ د څه باندې ۸۵ هېوادونو سوداګر له خپلو محصولاتو سره په کې ګډون کوي.
ټاکل شوې، چې د نورو کلونو په څېر به سږکال هم لسګونه زره نندارچیان او سوداګر له دې نندارتون څخه لیدنه وکړي.
د ګلفوډ نندارتون، چې هرکال د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې په لاره اچول کېږي، تېرکال هم افغان سوداګر د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې ادارې (USAID) او د کرنې وزارت په همکارۍ په دې نندارتون کې ګډون کړي و.
په دې نندارتون کې د افغاني محصولاتو هرکلۍ وشو او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو په برخه کې یې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره تړونونه ترلاسه کړل.
سږکال هم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې ادارې (USAID) په ګډو هلو ځلو د کرونا وبا د محدویتونو سربېره په دې نندارتون کې افغان سوداګرو ته د ګډون زمینه برابره شوه او یاد سوداګر له افغانستان څخه لسګونه ډوله د مالدارۍ او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړل او هیله داده، چې افغان سوداګر د خپلو محصولاتو د پلور په برخه کې ښه تړونونه ترلاسه کړي.
باید وویل شي، چې د ګلفوډ ۲۰۲۱ نړیوال نندارتون د څلورو ورځو لپاره د روان کال د فبروري له ۲۱تر۲۵مې نېټې پورژې د دوبۍ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې په لاره اچول شوی دی.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت چارواکو هم په دې نندارتون کې ګډون کړي و.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت