د هلمند دکرنې ریاست؛ د کرنیزو څېړنو او اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه د بېلابېلو تجربو د تطبیق چارې روانې دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۵۲
د هلمند دکرنې ریاست؛ د کرنیزو څېړنو او اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه د بېلابېلو تجربو د تطبیق چارې روانې دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو د تولید او د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، د اړوندو کرنیزو فارمونو په کچه د کچالو، جوارو او غنمو د بېلابېلو ډولونو د څېړنو، تجربو او د تخمونو د تولید چارې روانې دي.
د ترسره شویو فعالیتونو په لړ کې، د کچالو د یوه سیټ تجربه، چې اته  بېلابېل ډولونه یې درلودل، د منظور شوي پروتوکول له مخې په بریالیتوب سره تطبیق شوې ده.
همدارنګه، د جوارو د انبریډ لاینونو، هایبرېډ لاینونو او اصلاح شویو ورایټیو د تجربو اړوند د معلوماتو راټولولو لړۍ روانه ده، څو د یادو ډولونو د کرنیز کیفیت او تولیدي وړتیا په اړه لازم معلومات ترلاسه شي.
بل لور ته، د غنمو د تجربو او مورني تخم د تولید د پلان د تطبیق په موخه د ځمکو د چمتو کولو او شیارۍ چارې هم روانې دي.
دغه راز، د بزګرانو په کروندو کې د څېړنیز پلان د عملي کولو لپاره اړونده ساحه ټاکل شوې او د اصلاح آمریت له لوري د یادو تجربو لپاره اړین کرنیز مواد هم ساحې ته رسېدلي دي.
د دې ترڅنګ، د ژمي موسم د رارسېدو په درشل کې د فارم د عمومي او فرعي ویالو د پاکولو چارې هم روانې دي، څو د اوبو د منظم جریان، د اوبولګولو د سیستم د ښه‌والي او د کرنیزو ځمکو د ساتنې لپاره لازم چمتووالی ونیول شي.
کرنیزې څېړنې او د اصلاح شویو تخمونو تولید د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او کمیت په لوړولو، د ناروغیو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نباتاتو د مقاومت په زیاتولو او د هېواد د کرنې د ځان‌بسیاینې په برخه کې مهم رول لري. د بېلابېلو نباتاتو د اصلاح او څېړنې له لارې بزګرانو ته د مناسبو او لوړ حاصل لرونکو تخمونو د برابرولو زمینه برابریږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د یوناما له مشرې سره وکتل

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۵۲
Background image

خوست کې د کرنیزو څېړنو او اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه بېلابېلې تجربې ترسره شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت د کرنیزو څېړنو عمومي مدیریت له لوري د سبو، بڼوالۍ، غلو دانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۵۲
Background image

د هلمند دکرنې ریاست؛ د کرنیزو څېړنو او اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه د بېلابېلو تجربو د تطبیق چارې روانې دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو د تولید او د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، د اړوندو کرنیزو فارمونو په کچه د کچالو،. . .

بازگشت