خوست کې د کرنیزو څېړنو او اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه بېلابېلې تجربې ترسره شوې
۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت د کرنیزو څېړنو عمومي مدیریت له لوري د سبو، بڼوالۍ، غلو دانو او نباتي ناروغیو د څېړنې په برخو کې د بېلابېلو کرنیزو تجربو د تطبیق چارې ترسره شوې دي.
د ترسره شویو فعالیتونو له مخې، د سبو په برخه کې د کچالو د اتو بېلابېلو ډولونو یوه سیټ تجربه، چې موخه یې د چاپېریالي شرایطو سره د ډولونو د توافق او د لوړ حاصل ارزونه ده، د ۲۷۳ مترمربع ځمکې په سیمه کې وکرل شوه.
د بڼوالۍ په برخه کې، د ستروس او انارو په ۱۰۰۰ مترمربع سیمه کې د جوړو شویو بڼونو د ښه مدیریت، د حیواني سرو د کارولو او د اوبولګولو سیستم د برابرولو په موخه د ځمکې د قلبې چارې ترسره شوې.
همدارنګه، د غلو دانو په برخه کې د غنمو د هستوي تخم کرنه په ۹۰۰ مترمربع ځمکه کې ترسره شوې ده. ورسره د غنمو د پروجینورو پلاټونو کرنه هم په ۹۰۰ مترمربع ساحه کې ترسره شوې ده.
دغه راز، د غنمو د اصلاح شویو بېلابېلو ډولونو د تخمونو د ترلاسه کولو په موخه په ۱.۴ هکټاره، چې ۱۴ زره مترمربع ځمکه کېږي، کې د غنمو د تخمونو کرنه ترسره شوې ده. همدارنګه، د غنمو د اصلاح یوه سیټ تجربه، چې لس بېلابېل اېنټري یې درلودل، په ۳۶۰ مترمربع ځمکه کې تطبیق شوې ده.
د نباتي ناروغیو د څېړنې په برخه کې هم د غنمو ۱۰۹ ډولونه د NDSAN تر سرلیک لاندې د یوې تجربې په ترڅ کې کرل شوي، څو د غنمو د سرخي ناروغۍ پر وړاندې د بېلابېلو ډولونو مقاومت او حساسیت وارزول شي.
کرنیزې څېړنې د اصلاح شویو او لوړ حاصل لرونکو تخمونو په پېژندنه، د نباتي ناروغیو پر وړاندې د مقاومت لرونکو ډولونو په موندلو او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او کمیت په لوړولو کې مهم رول لري. د دغه ډول علمي تجربو له لارې
