د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره وکتل
۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې لیدنه کې د هګیو، چرګانو غوښې، د چرګانو د خوراکي توکو او چرګوړي د تولید د کچې د لوړولو، او په هېواد کې د چرګانو پالنې صنعت د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه، د صادراتو او وارداتو، د بازار د کنټرول او په هېواد کې د چرګانو روزنې په صنعت کې د پانګونې اړوند موضوعات هم وڅېړل شول.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې برخه کې د پانګوالو او صنعتکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې وزارت به د اسانتیاوو د برابرولو او د چرګانو روزنې صنعت د پراختیا د ملاتړ په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
