د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره وکتل

qiam_amin
Tue, Sep 22 2026 3:54 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

په دې لیدنه کې د هګیو، چرګانو غوښې، د چرګانو د خوراکي توکو او چرګوړي د تولید د کچې د لوړولو، او په هېواد کې د چرګانو پالنې صنعت د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

همدارنګه، د صادراتو او وارداتو، د بازار د کنټرول او په هېواد کې د چرګانو روزنې په صنعت کې د پانګونې اړوند موضوعات هم وڅېړل شول.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې برخه کې د پانګوالو او صنعت‌کارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې وزارت به د اسانتیاوو د برابرولو او د چرګانو روزنې صنعت د پراختیا د ملاتړ په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS