د کرنې وزارت پلاوي د نیمروز په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۲
د کرنې وزارت پلاوي د نیمروز په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د مل پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې له زېرمه شوو خوراکي غنمو څخه لیدنه وکړه.
دغه غنم چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم له نیمروز مېشتو او بزګرانو پیرل شوي، اوس مهال د نیمروز ولایت د کرنې ریاست په ستراتیژیکو زېرمتونو کې خوندي ساتل کېږي.
پلاوي د غنمو وضعیت له نږدې وڅېړه، د ساتنې بهیر او د زېرمتونو د مدیریت څرنګوالی یې وارزاوه او اړوند مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت