کرنې وزارت او «سي‌آراس» مؤسسې ترمنځ د ارزښت ځنځیرونو د پروګرامونو د پلي کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۳
امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و مؤسسه CRS برای تطبیق برنامه‌های زنجیره ارزش

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د «سي‌آراس» مؤسسې ترمنځ د ۱ میلیون او ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې موخه یې د هېواد په درېیو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت ځنځیرونو پیاوړتیا ده.
دغه هوکړه‌لیک د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري او د «سي‌آراس» مؤسسې رییس محمد آدم حامد له لوري، د یاد ریاست تر چتر لاندې د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د نادولتي مؤسسو د تخنیکي کمېټې د غړو په حضور کې لاسلیک شو.
د هوکړه‌لیک له مخې، په بامیان ولایت کې به د کچالو د ارزښت ځنځیر، په کندهار ولایت کې د مېوو د ارزښت ځنځیر او په هرات ولایت کې د زعفرانو د ارزښت ځنځیر اړوند پروګرامونه پلي شي.
دغه پروګرامونه به د تولیدوونکو د ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د ارزښت ځنځیرونو د ښه والي، او د یادو ولایتونو د کرنیزو محصولاتو د پراختیا او بازارموندنې لپاره د لا ښو فرصتونو د برابرولو په موخه پلي شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې له همکارو بنسټونو سره پر اغېزمنې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۴۵
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د کوچیانو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړل شو

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د هسکې مېنې ولسوالی د کوچیانو له استازو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۳۵
Background image

کابل کې ۱۰۰ مالدارانو ته د پسونو د چاغښت لپاره ۷.۵ ټنه تصدیق شوي خوراکي توکي ووېشل شول

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د مالدارۍ د ودې، د غوښې د تولید د زیاتوالي او د مالدارانو د عایداتو لوړولو په موخه، د افغانستان لپاره د هالند کمېټې (DCA) په تخنیکي همکارۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۳
Background image

 کرنې وزارت او «سي‌آراس» مؤسسې ترمنځ د ارزښت ځنځیرونو د پروګرامونو د پلي کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د «سي‌آراس» مؤسسې ترمنځ د ۱ میلیون او ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. . .

بازگشت