د کرنې او مالدارۍ مرستیال په هېواد کې د نباتي او حیواني درملو پر کورني تولید ټینګار وکړ
۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ترکیې د «سدید» شرکت له بنسټګر او رییس عمیر محمد صادق او د دغه شرکت له یو شمېر مسؤلینو سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د «سدید» شرکت مسؤلینو له ترکیې څخه افغانستان ته د نباتي او حیواني درملو د واردولو لپاره د اجازې غوښتنه وکړه. دوی همدارنګه ژمنه وکړه، چې په هېواد کې له دوو کلونو فعالیت وروسته به په افغانستان کې د نباتي او حیواني درملو د تولید یوه فابریکه جوړه کړي.
مولوي صدراعظم عثماني د نباتي او حیواني برخو د باکیفیته او معیاري درملو اړتیا ته په اشارې وویل، چې د دغو درملو یوه برخه له بهرنیو هېوادونو څخه واردېږي او په هېواد کې هم په دې برخه کې تولیدات شته؛ خو د معیاري او باکیفیته درملو د تولید زیاتوالی لا هم د کرنې او مالدارۍ سکټور له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د وړاندیز شویو درملو د کیفیت له ازمویلو او تأیید وروسته به یې د واردولو د اجازې په اړه پرېکړه وشي؛ خو د وزارت اساسي لومړیتوب په هېواد کې د پانګونې هڅول او د نباتي او حیواني درملو د تولید د سترو فابریکو جوړول دي، څو په دې برخه کې د ځانبسیاینې زمینه برابره شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رهبري هڅه کوي، چې د کورنیو تولیداتو په ملاتړ او د نباتي او حیواني درملو د کیفیت په څارنې سره، د بېکیفیته درملو د واردولو مخه ونیسي او په هېواد کې د معیاري تولیداتو د ودې زمینه برابره کړي.
