کرنې وزارت او «سي‌آراس» مؤسسې ترمنځ د ارزښت ځنځیرونو د پروګرامونو د پلي کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

mail-admin
Sun, Sep 27 2026 9:03 AM
امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و مؤسسه CRS برای تطبیق برنامه‌های زنجیره ارزش

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د «سي‌آراس» مؤسسې ترمنځ د ۱ میلیون او ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې موخه یې د هېواد په درېیو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت ځنځیرونو پیاوړتیا ده.
دغه هوکړه‌لیک د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري او د «سي‌آراس» مؤسسې رییس محمد آدم حامد له لوري، د یاد ریاست تر چتر لاندې د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د نادولتي مؤسسو د تخنیکي کمېټې د غړو په حضور کې لاسلیک شو.
د هوکړه‌لیک له مخې، په بامیان ولایت کې به د کچالو د ارزښت ځنځیر، په کندهار ولایت کې د مېوو د ارزښت ځنځیر او په هرات ولایت کې د زعفرانو د ارزښت ځنځیر اړوند پروګرامونه پلي شي.
دغه پروګرامونه به د تولیدوونکو د ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د ارزښت ځنځیرونو د ښه والي، او د یادو ولایتونو د کرنیزو محصولاتو د پراختیا او بازارموندنې لپاره د لا ښو فرصتونو د برابرولو په موخه پلي شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې له همکارو بنسټونو سره پر اغېزمنې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS