د ملي بیرغ ورځ مو مبارک!

naim.rezai
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۱:۱۷
د ملي بیرغ ورځ مو مبارک!

د زمري اوومه د بیرغ ملي ورځې په مناسبت ټولو ګرانو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
دا د ویاړ ډکه ورځ، د هېواد اقتدار او د افغانستان د خلکو د پیوستون د نښې په صفت، د افغانستان خلکو ته فوق‌العاده اهمیت لري؛ ځکه دا درې رنګه بیرغ د افغانستان خلکو لپاره ستر چتر دی او د ملتونو تاریخ د همدې ملي هویت، ملي ارزښتونو او ملي بیرغ په لوړوالي کې ځلیږي او دا نړۍ ته زموږ د پېژندګلوۍ ملي نښان دی.
چېرته چې زموږ درې رنګه بیرغ رپېږي، خلک آرام او خوښ دي. د ملي بیرغ تر سیورې لاندې د هېواد ملي وقار او پراختیا شونې ده. ددې بیرغ تر سیورې لاندې واحد ملت یو، واحد هېواد لرو او زموږ د ځواکمنتیا استازیتوب کوي. شته تفاوتونو ته په کتو د افغانستان ټول خلک ددې بیرغ تر چتر لاندې په یوه ملت بدلېږي او په همدې موخه ټول هڅه کوي، چې ملي بیرغ هسکه او رپانده وساتي.
ژوندۍ دې وي افغانستان، هسکه او رپانده د وې د هېواد درې رنګه بیرغ!
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر
ډاکټر انوارالحق احدي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت