د پیازو بیې د کنټرول په پار غونډه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۰
د پیازو بیې د کنټرول په پار غونډه وشوه

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې ددې وزارت دمسلکي مرستیال شېرشاه امیري په مشرۍ د پیازو بیې د کنټرول په پار غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې د کرنې خونې، د سوداګرۍ وزارت او د سوداګرو استازو هم شتون دلود او د پیازو د بیې، وارداتو، صادراتو او د تولید د مدیریت د لارو چارو په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل.
په غونډه کې شته سوداګر د پیازو د پېر-پلور مدیریت برخې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتوکي شول ترڅو بزګران زیانمن نه شي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري وویل: «اړتیا ده، چې خصوصي سکټور په دې برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي، که څه هم دکرنې وزارت د پیازو ساتنې او بزګرانو سره د مرستې په پار د پیازو زرګونه صفرانرژۍ زېرمتونونه جوړ کړي دي او سږکال یې هم د جوړولو لړۍ روانه ده، خو په اوسني شرایطو کې، چې د پیازو د ټولولو فصل دی، بازار باید کنټرول شي او د پیازو بیه باید په نوسان کې نه وي.»
ښاغلی امیري دغه راز وویل اړتیا ده، چې د مالیې وزارت سره غونډه ووشي، ترڅو له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیازو واردات کنټرول شي. راتلونکی اوونۍ دا کار کوو او د مالیې وزارت سره په ګډه غونډه په لاره اچوو.
په تودو سیمو کې د پیازو د ټولولو فصل د غبرګولي په میاشت کې پېلېږي او دالړۍ د څو میاشتو لپاره دوام کوي.
د یادونې وړ ده، چې د پیازو له کروندو څخه تېرکال ۳۱۰ زره ټنه پیاز راټول شوي دي او افغانستان دکال ۴۵۰ ټنه پیازو ته اړتیا لري.
دغه راز د تېرکال کال په ترڅ کې د پیازو ساتنې په پار په ټول هېواد کې د پیازو ساتنې ۳۵۰۰ صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت