بلخ ته دکرنې وزير سفر: ۱۴۵مميزخونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۶:۳۳
بلخ ته دکرنې وزير سفر: ۱۴۵مميزخونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

۳مرغومې ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي بلخ ولايت ته دخپل سفر په ترڅ کې دنورو کرنيزو پروژو دپرانستې ترڅنګ په دې ولايت کې ۱۴۵مميزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
ياد مميزخونې د نهرشاهي، دهدادي، شولګرې، مارمل، چهاربولک، چمتال، دولت آباد، کشنده، بلخ، کلدار اوشورتپې په ولسواليو کې جوړې شوي دي. دغه مميزخونې هريوه يې په يوه وخت کې مميزو ته د ۱۰ټنه انګورو دبدلولو وړتيا لري.
دياد ۱۴۵جوړ شويو مميزخونو درغولو ټوليزلګښت ۶۰ميليونه، اته زره او۲۵۰ افغانۍ ده.
دغه مميزخونې انګورو بڼوالو ته جوړ شوي، چې ۹۰ سلنه لګښت يې دکرنې وزارت او لس سلنه لګښت يې برخمن شوي بڼوال ورکړي دي.
ددغومميزخونو دجوړولو موخه دبڼوالو اقتصادي ودې ته زمينه برابرول او د انګورو دخوساکېدو او په ټيټه بيه دپلور مخنيوی ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت