د نیمروز ولایت د ترک او خشک سیمو د کانالونو پروژو د سپارلو په اړه غونډه وشوه
۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء مقام د چارو ادارې د استازو، د دواړو ادارو د رییسانو، سلاکارانو او انجنیرانو په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ، د نیمروز ولایت د ترک او خشک سیمو د کانالونو پروژو د ارزونې او سپارلو په اړه غونډه وشوه.
یاده غونډه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیالیت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د پروژو د چارو د بشپړېدو او د هغو د سپارلو بهیر په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې، د دواړو ادارو د انجنیرانو په ګډون یوه ګډه کمېټه وګومارل شوه، څو د یادو پروژو هر اړخیزه ارزونه وکړي، وروستی راپور چمتو او د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ ته یې وړاندې کړي.
یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ، د یادو کانالونو د چارو د بشپړېدو د ارزونې او د هغو د وروستي سپارلو لپاره د لازمې زمینې برابرولو په موخه جوړه شوې وه.
