د نیمروز ولایت د ترک او خشک سیمو د کانالونو پروژو د سپارلو په اړه غونډه وشوه

mail-admin
Tue, Nov 24 2026 2:58 PM
برگزاری جلسه پیرامون تسلیم‌دهی پروژه کانال‌های ساحه ترک و خشک ولایت نیمروز

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء مقام د چارو ادارې د استازو، د دواړو ادارو د رییسانو، سلاکارانو او انجنیرانو په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ، د نیمروز ولایت د ترک او خشک سیمو د کانالونو پروژو د ارزونې او سپارلو په اړه غونډه وشوه.
یاده غونډه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیالیت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د پروژو د چارو د بشپړېدو او د هغو د سپارلو بهیر په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې، د دواړو ادارو د انجنیرانو په ګډون یوه ګډه کمېټه وګومارل شوه، څو د یادو پروژو هر اړخیزه ارزونه وکړي، وروستی راپور چمتو او د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ ته یې وړاندې کړي.
یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ، د یادو کانالونو د چارو د بشپړېدو د ارزونې او د هغو د وروستي سپارلو لپاره د لازمې زمینې برابرولو په موخه جوړه شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS