لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو
۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو، یعنې پسونو او وزو، د ریخک (انتروتوکسیمیا) ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
د دغه کمپاین د پیل مراسم د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن، د هالېنډ کمېټې د ولایتي مسؤلینو او د تبۍ کنج هرهنډې سیمې د کوچي مالدارانو په حضور کې ترسره شول.
د لغمان د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن د کمپاین د پرانیستې پر مهال خوښي څرګنده کړه او د هالېنډ کمېټې له مسؤلینو څخه یې د مالدارۍ سکتور د ملاتړ او پراختیا په برخه کې د دوی د هڅو له امله مننه وکړه. نوموړي دهالینډ کمیټې څخه د ورته پروګرامونو د لا زیاتوالي او دوام غوښتنه وکړه.
ښاغلي ایمن وویل، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې به د ولایت په کچه ټولټال ۴۱ زره پسونو او وزو ته د ریخک ناروغۍ پر وړاندې واکسین تطبیق شي. نوموړي له مالدارانو څخه وغوښتل چې د خپلو څارویو د روغتیا ساتنې په برخه کې د وقایوي واکسینونو له پروګرامونو څخه ګټه واخلي او د خپلو مالدارۍ چارو د لا ښه والي لپاره هڅې وکړي. هغه همداراز د مالدارانو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته مهال، د سیمې قومي مشرانو د دغه پروګرام د تطبیق هرکلی وکړ او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه. همداراز، د سیمې کوچي مالدارانو د خپلو څارویو لپاره د څښاک د اوبو ستونزه د کرنې ریاست له مشرتابه سره شریکه کړه، چې د کرنې رئیس له لوري یې د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تل هڅه کوي، چې د مالدارانو د ملاتړ او لاسنیوي ترڅنګ، د مالدارۍ سکتور د پراختیا او د څارویو د ناروغیو د مخنیوي په موخه د وقایوي واکسینونو د تطبیق پروګرامونه عملي کړي.
