د هلمند پر ۱۴۸۰ نارینه او ښځینه مالدارانو د کنجاړې د وېش لړۍ پیل شو
![د هلمند پر ۱۴۸۰ نارینه او ښځینه مالدارانو د کنجاړې د وېش لړۍ پیل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-12/80479932_2935860566438524_8760524864726499328_o.jpg)
۷ مرغومی ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت په «ناوې، نهرسراج، نادعلي، ګرمسیر او مرکز لښکرګاه» کې د مالدارۍ ۴۳ ګروپونه جوړ شوي دي، چې ۲۸ یې ښځینه ګروپونه او ۱۵ یې نارینه ګروپونه دي.
د هلمند د کرنې ریاست له خوا ددغو ګروپونو اړونده مالدارنو ته د څارویو روزنې، روغتیایي خواړه، د اوسېدو ځای، د ساري ناروغیو د مخنیوي او د مالدارۍ اړوند په بېلابېلو برخو کې معلومات او روزنه ورکول کیږي.
پخ دغو ګرپونو کې ۱۴۸۰ ښځینه او نارینه مالداران زده کړه کوي.
د یادو مالدارانو د څارویو د ښې تغذیې په پار پر دوی د کنجاړې د وېش لړۍ پیل شوې ده، چې تر ډېره د څارویو غذایي رژيم په ښه والي کې مرسته کوي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده ورکول او د مالدارانو ملاتړ دی.