لغمان کې ۶۲ مالدارو کورنیو ته منرالي خښتې او د شېدو ساتلو لوښې ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۴۸
لغمان کې ۶۲ مالدارو کورنیو ته منرالي خښتې او د شېدو ساتلو لوښې ووېشل شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي همکارۍ، د دغه ولایت د مرکز په ګډون د پنځو ولسوالیو پر ۶۲ مالدارو کورنیو د څارویو د روغتیا لپاره منرالي خښتې او د شېدو ساتلو لوښې ووېشل شول.
د یادې مرستې لړۍ د قرغیو ولسوالی له مالدارانو څخه پیل شوه، چې پکې هرې کورنۍ ته یو منرالي بلاک، د شېدو لوشلو یو سطل، او یو د شېدو ساتلو ډرم ورکړل شو.
د مرستو د وېش دغه لړۍ د لغمان د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د قرغیو ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو مدیر انجنیر ظابط امرخېل او د هالینډ کمېټې ولایتي مسؤل ډاکټر محمد بیدار سیرت له‌خوا پرانیستل شوه.
دا مرسته د اړمنو مالدارانو د لاسنیوي، د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د حفظ‌الصحې رعایت او د حیواني محصولاتو د زیاتوالي په موخه ترسره شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۵۹
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا امارتي شرکتونو عمومي رياست ته په بېلابېلو ولایتونو کې ځمکه ولېږدول شوه

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۵۲
Background image

د کندهار منګالي فارم کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت معیاري تفریحي پارک جوړېږي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت په لوړ شاولیکوټ ولسوالی کې د منګالي فارم پر پراخې دولتي ځمکې د ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یو معیاري تفریحي پارک د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۲۹
Background image

هلال ګروپ د ننګرهار څېړنیز مرکز د پیاوړتیا او پر سبو د څېړنو ترسره کولو کې مرسته کوي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
هلال ګروپ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د هوکړه لیک په اساس د ننګرهار څېړنیز مرکز د پیاوړتیا او سبو اصلاح شوي تخمونو تولید په. . .

بازگشت