لغمان کې ۶۲ مالدارو کورنیو ته منرالي خښتې او د شېدو ساتلو لوښې ووېشل شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي همکارۍ، د دغه ولایت د مرکز په ګډون د پنځو ولسوالیو پر ۶۲ مالدارو کورنیو د څارویو د روغتیا لپاره منرالي خښتې او د شېدو ساتلو لوښې ووېشل شول.
د یادې مرستې لړۍ د قرغیو ولسوالی له مالدارانو څخه پیل شوه، چې پکې هرې کورنۍ ته یو منرالي بلاک، د شېدو لوشلو یو سطل، او یو د شېدو ساتلو ډرم ورکړل شو.
د مرستو د وېش دغه لړۍ د لغمان د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د قرغیو ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو مدیر انجنیر ظابط امرخېل او د هالینډ کمېټې ولایتي مسؤل ډاکټر محمد بیدار سیرت لهخوا پرانیستل شوه.
دا مرسته د اړمنو مالدارانو د لاسنیوي، د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د حفظالصحې رعایت او د حیواني محصولاتو د زیاتوالي په موخه ترسره شوې ده.