ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۳:۵۹
555

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق                                                                     
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د هسکه مېنه، نازیان، کوزکونړ او مومندرې ولسوالېو ترویج مدیریت کارکوونکو په مختلفو کلیو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې دناروغیو مخنیوي لارو چارو اود بڼونو ښه مدیریت په بېلا بېلو برخو کې روزنې وکړل شوي.
 یادو بزګرانو ته دمنظم اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول، نرمکارۍ، کورني درملو جوړولو او د ناروغیو په وخت کې د کیمیاوي درملو د استعمال سپارښتنې وشوې.
همدارنګه بزګرانو ته په شنوخونو کې د سبو اصلاح شوي تخمونو کرلو، اوبولګولو، ناروغیو مخنیوي، حاصلاتو راټولولو، درجه بندۍ، بازارموندنې او نورو اړونده برخو کې هم معلومات ورکړل شول، ترڅو بازار ته غوره او روغتیایي محصولات وړاندې کړو او هم مو بزګران پر ځان بسیا او اقتصادی اړخه پیاوړي شي.


به باغداران و دهاقین ننگرهار به‌منظور جلوگیری از امراض و مدیریت بهتر باغ‌ها آموزش داده شد
۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
کارمندان مدیریت‌های ترویج ولسوالی‌های هسکه‌مینه، نازیان، کوزکنر و مومندره مربوط ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، در قریه‌های مختلف برای باغداران و دهاقین در زمینه جلوگیری از امراض نباتی و مدیریت بهتر باغ‌ها آموزش‌های لازم ارائه کردند.
در این برنامه‌های آموزشی، در مورد آبیاری منظم، استفاده از کودها، کنترول گیاهان هرزه، نرم‌کاری زمین، تهیه دواهای خانگی و استفاده به‌موقع از دواهای کیمیاوی برای مبارزه با امراض، توصیه‌های لازم به دهاقین ارائه شد.
همچنان به دهاقین در مورد کشت تخم‌های اصلاح‌شده سبزیجات در سبزخانه‌ها، آبیاری، جلوگیری از امراض، جمع‌آوری حاصلات، درجه‌بندی، بازاریابی و سایر بخش‌های مرتبط معلومات داده شد تا بتوانند محصولات باکیفیت و صحی را به بازار عرضه کرده و از نگاه اقتصادی به خودکفایی و توانمندی بیشتر دست یابند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت