د بلخ دوو ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د بلخ او نهرشاهي ولسوالیو لسګونو بزګرانو سره دکرنیزو توکو او درملو مرسته ترسره شوه.
ددغو مرستو په ترڅ کې د بلخ لسوالی پر ۱۰۹ بزګرانو پر هر بزګر لس کیلو توره سره، یوه دانه د شاخ بورۍ قیچي، د حشرو او فنګسونو ضد درمل وېشل شوي دي او دغه راز د نهرشاهي ولسوالی پر برخمن شویو کروندګرو دښاخ برۍ قیچي، اره، د درمل شیندلو پمپ اونور کاري توکي وېشل شوي دي.
دا ډول مرستې نه یوازې د بزګرانو لپاره د تولید ظرفیت لوړوي، بلکې د اقتصادي ستونزو په کمولو کې هم رغنده رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د پاملرنې او اکټېډ مؤسسې له څو کلونو راهیسې د بلخ په بېلابېلو ولسوالیو کې له بزګرانو سره د کرنیزو توکو، تخمونو، سرې او تجهیزاتو په برخه کې مرستې کوي، چې دا چاره د بدیل معیشت پروګرامونو یوه برخه ده.