هلمند کې له حیواني فارمونو څخه څارنه وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۴ ه.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت فني کارمندانو د عینک او کاریز سیمو له هغو حیواني فارمونو لیدنه او ارزونه وکړه، چې د مالدارۍ له اصولو سره سم جوړ شوي او پکې د لوړ نسل غواګانې روزل کېږي.
دیادې لیدنې په ترڅ کې فارم لرونکو ته د حیواناتو د روزنې، د ناروغیو د کنټرول، د واکسینونو د تطبیق، او د کانسټریټ (یعنې مغذي حیواني جیرې) په اړه مسلکي لارښوونې او لازمې زدهکړې ورکړل شوې.
د هلمند ولایت د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو ټینګار وکړ، چې د فارمونو په معیاري ساتنه، منظم واکسین، او تغذیه کې باید جدي پاملرنه وشي، ترڅو د غواګانو نسل ښه او تولید یې لوړ شي.
فارمدارانو له دې علمي لیدنې خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د مالدارۍ اصولو ته به لا زیات پام کوي او د فني سپارښتنو پلي کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.