د کندهار کرنې ریاست کې د چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ په موخه د همغږۍ غونډه دائره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۶:۰
د کندهار کرنې ریاست کې د چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ په موخه د همغږۍ غونډه دائره شوه


۱۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې د یاد ریاست رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ د همغږۍ غونډه جوړه دائره شوه. دغه غونډه د ریاست د چارو د لا ښه والي، پر وخت ترسراوي او مؤثر مدیریت په موخه رابلل شوې وه، چې پکښې د یاد ریاست آمرینو، عمومي مدیرانو او یو شمېر مسؤلینو ګډون کړي وه.
د غونډې په پیل کې د کندهار دکرنې رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي ټولو ګډونوالو ته د ریاست د چارو د اغېزناک تنظیم لپاره مهمې سپارښتنې وړاندې کړې، او د غونډې پر اجنډا یې ټینګار وکړ، څو هر آمریت او عمومي مدیریت خپلې ورکړل شوې دندې په مسؤلانه او اغېزمن ډول تر سره کړي.
ښاغلی فضلی زیاته کړه، چې د نوي کال له پیل سره سم، ټول آمریتونه او عمومي مدیریتونه دې د تېر کال لاسته راوړنې او فعالیتونه، همداراز د روان کال لپاره ترتیب شوی پلانونه د ریاست له مقام سره شریک کړئ.
په پای کې، د ریاست آمرینو او مدیرانو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او مشورې شریکې کړې او هیله یې وښوده چې خپل چاري به پر وخت او ښه ډول ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۸:۱۲
Background image

د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ کې د نیالګیو وېش


۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ لپاره ۱زر او ۵۰۰ اصله زینتي نیالګي او د ځینو نیالګیو تخمونه د غازي محمد جان خان ګروپ د کرنې څانګې له خوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۱
Background image

د کندهار کرنې ریاست کې د امارتي ځمکو د اجارې تنظیم په پار د کړن لارې جوړولو په موخه مشورتي ناسته وشوه

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
 د کندهار  دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د دایمیرداد ولسوالی یوشمېر بڼوالو ته د بڼونو د پالنې او مدیریت په. . .

بازگشت