اروزګان کې دغوښینو چرګانو فارمونو څخه څارنه وشوه

د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت اړوند تخنیکي ټیم د روزګان مرکز ترینکوټ کې د غوښینو چرګان وفارمونو څخه څارنه وکړه.
ددې څارنې په ترڅ کې د فارمونو کارکوونکو او چارواکو ته د فارمونو اړوند لازمې سپارښتنې وشوې او ترڅنګ یې دوی ته په ټینګار سره وویل شو، چې د خپلو فارمونو او چاپېریال حفظ الصحې ته په کلکه پاملرنه وکړي، ترڅو خلک له چاپېریالي او روغتیايي ستونزو سره مخ نه شي.
دغه راز یادو فارم لرونکو ته د چرګانو روزنې، خوراکي توکو ورکول او ناروغیو مخنیوی او د رملنې په پار لازم معلومات وړاندې شو.