تورخم کې افغانستان ته واردیدونکی ۲۲۰۰ اصله د مالټو نیالګي  بېرته پاکستان ته ور ګرځول شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۰:۵۵
تورخم کې افغانستان ته واردیدونکی ۲۲۰۰ اصله د مالټو نیالګي  بېرته پاکستان ته ور ګرځول شول

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تورخم قرنطین کارکوونکو د قرنطیني اصولو خلاف په یو هېنو موټر کې د پاکستان هېواد څخه واریدیدونکي ۲۲۰۰ اصله د مالټو نیالګي بېرته پاکستان هېواد ته ور ګرځول شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، داچې په ننګرهار کې  په کافي اندازه د نیالګیو روزنځایونه او د ننګرهار اقلیمي شرایطو سره برابر مختلف النوع د مالټو بوټي لرو نو اړتیا نشته چې له نورو هېوادونو بي اساسه نیالګي را وارد شي،  چې دا نه یواځې زموږ نیالګیو روزنکو ته تاوان دې ترڅنګ یې زموږ بڼوالو ته هم ستر اقتصادي زیان اړوي.
دغه راز له نورو هېوادونو بي اساسه نیالګیو واردولو سره زموږ هېواد ته په نیالګیو کې بېلابېلې ناروغۍ انتقالیږي، چې زموږ د بڼوالۍ سکتور ته نه جبرانیدونکي زیان اړوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۰
Background image

د کندهار خاکرېز ولسوالۍ کې د څارویو او کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو یو حوض جوړېږي

د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په سبزل کاریز سیمه کې د څارویو او کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو یو زيرمه‌ییز حوض د څه‌‌باندې ۷۱۳ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
د کندهار د کرنې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

ننګرهار کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شېدو راټولولو مرکزونه جوړ شول


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

د هلمند د بولان نیالګیو روزنځای کې د پستې کرنه ترسره شوه


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت له لوري، د طبیعي سرچینو د پراختیا په موخه، د بولان قوریې په. . .

بازگشت