د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رئیس په لښکرګاه کې د غنمو د تخلیې لړۍ څخه څارنه وکړه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۹
د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رئیس په لښکرګاه کې د غنمو د تخلیې لړۍ څخه څارنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رئیس مولوي قدرت الله حقیار په لښکرګاه کې د بزګرانو د اضافي غنمو پېرودلو د تخلیې له لړۍ څخه لیدنه وکړه. 
د دې لیدنې پر مهال د معاینې او پېرودلو پلاوي هم شتون درلود، چې په ترکیب کې یې د ولایت مقام استازي مفتي محمد نسیم روحاني او قاري حمزه، د کرنې وزارت استازی انجنیر غلام فاروق، د لښکرګاه ښاروالۍ استازی نعمت الله وفا، د سوداګرۍ او صنعت ریاست استازی عبدالحی مطمئن او د کرنې ریاست استازی انجنیر طاوس خان شامل وو. 
مولوي حقیار په مرکزي زېرمتونونو کې ځای پر ځای شوي غنم له نږدې ولیدل او د معاینې پلاوي ته یې سپارښتنه وکړه، چې د طرزالعمل مطابق له بزګرانو غنم تسلیم کړي، په زېرمتون کې منظم کتارونه جوړ کړي، د کتارونو ترمنځ فاصله مراعت کړي او په منظمه توګه د غنمو ساتنه او پالنه وکړي. 
نوموړي په سیمه کې د بزګرانو او د زېرمتون د مسؤلینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د همکارۍ او ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ځمکو د اصلاح او کرکیلې ته د چمتو کولو هڅې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، چې د یاد شرکت اړوند په څلورګونو فارمونو کې هر اړخیزې هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې ددې فارم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۵۳
Background image

د کندهار ژړۍ کې د اوبو رسولو کانال چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اقتصاد ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

د مخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت په موخه غونډه دائره شوه

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ، د مالیې وزارت، اترا ادارې او د کرنې وزارت. . .

بازگشت