تورخم کې ۱۹ ټنه خوسا شوي هوږې بېرته پاکستان هېواد ته ولیږل شوې
۲۸ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تورخم قرنطین کارکوونکود یو سوداګریز شرکت ۱۹ ټنه د هوږې خوسا او خرابي غوزې، چې د پاکستان هېواد څخه یې وارد کړي ؤ؛ ونیول شو او بېرته پاکستان هېواد ته ولیږل شو.
څه موده وړاندې هم په تورخم کې بي کیفیته جوار،امونه او خوسا شوي سویابین د ننګرهار کرنې ریاست کارکوونکو له لورې نیول شوي او بېرته پاکستان ته لېږل شوي ؤ.
دکرنې وزارت له ټولو سوداګرو څخه د باکیفیته محصولاتو واردولو هیله لري، ترڅو درانه هېوادوال مو صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.