بلخ کې ۴۰۰ بزګرانو سره د عضوي سرې مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۲۰
بلخ کې ۴۰۰ بزګرانو سره د عضوي سرې مرسته وشوه

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په بلخ ولایت کې د (ډبلیو ایچ ایچ) مؤسسې لخوا ۴۰۰ بزګرانو ته د ۶۴ زره کیلو ګرامه عضوي سرې (ملچ) مرسته ووېشل شوه. د وېش بهیر د خدمتونو عمومي مدیر قاري سید محمد سلطاني او د سبزیجاتو مدیر عبدالباري نیازي له خوا له نږدې وڅارل شو.
په دې مرستو کې هر بزګر ته ۱۶۰ کیلو ګرامه عضوي سره ورکړل شوه، چې د کرنې په پروسه کې د خاورې د حاصلخېزۍ او تولیداتو د زیاتوالي لپاره ګټوره ګڼل کېږي. د وېش بهیر د (ډبلیو ایچ ایچ) مؤسسې لخوا د بزګرانو د ملاتړ په موخه په لاره اچول شوی دی، څو بزګران په خپلو کروندو کې غوره او لوړ حاصل ترلاسه کړي.
یاد بهیر د کرنې په برخه کې د دوامداره اقتصادي ودې هڅه ده، چې د عضوي سرې د وېش په مرسته به د کرنیزو ځمکو د خاورې کیفیت ښه کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د مالدارۍ ورځ ولمانځل شوه 

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو شمېر مسؤلینو په ګډون، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره وکتل.
په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د درېیو رییسانو ادلون بدلون 

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت درې تنه رییسان له خپلو دندو تغییر او تبدیل شول. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، د. . .

بازگشت