نیمروز کې اته زره بزګرو ته د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پېل شوه
۱۴ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه.ق
د نيمروز ولايت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رییس، مولوي شیراحمد "رفیع" وايې، د همدې ولایت د زرنج ښار او ولسوالیو اته زره بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پېل شوه.
د ښاغلي رفیع په خبره اصلاح شوی تخمونه د افغانستان د راتلونکي نسلونو مؤسسې لخوا د همدې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ د د ياد رياست د مسؤولینو په حضور کې وېشل کېږي.
همدا راز د افغانستان د راتلونکي نسلونو مؤسسې ولایتي مسؤول، سید حضرت "علوي" وايي، د زرنج ښار او د همدې ولايت د ولسوالیو بزګرو ته اصلاح شوي ۵۰ کیلو ګرامه غنم او ١٠٠ کیلو ګرامه کیمیاوي (سپین او تور) کود، وېشل کېږي.
له بلې خوا بزګرو لپاره د کرنیزو محصولاتو د کښت، راټولولو او ذخیرهکولو په تړاو د یادې مؤسسې د مسؤولینو له لورې هر اړخیز معلومات وړاندې هم وړاندې شول.
په ورته مهال د دې ولایت کروندګرو د ا.ا.ا څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې د کروندګرو لپاره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.