کندهار کې دوه زره او ۲۰۰ بزګرانو ته دغنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۷

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار په خاکریز ولسولی کې دوه زره او ۲۰۰ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه. دا مرسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (اف.اې.او) په مالي ملاتړ ترسره شوه.
د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په همکارۍ، د یوې شفافې پروسې له لارې هغه بزګران وپېژندل شول چې د ۲ څخه تر ۵ جریبه پورې ځمکه لري او د اقتصادي ستونزو له امله د تخم او کیمیاوي سرې پېرلو توان نه لري. هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه، تر څو دوی د راتلونکي فصل لپاره په وخت چمتو وي.
د دې مرستې موخه په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو او ځمکوالو ملاتړ او د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
دې ته ورته مرستې مخکې هم د کندهار په نېش، معروف او ښورابک ولسوالیو کې وېشل شوې وې، چې پکې ټولټال څلور زره او ۴۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو تخم او کیمیاوي سره ورکړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په بیجینګ کې د شنو خونو له ښارګوټو څخه لیدنه وکړه 

١٠ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق 
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني چین ته د خپل سفر په دوام کې د بیجینګ ښار په څنډو کې د شنو خونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۴۴
Background image

د لغمان مرکز مهترلام کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش

١٠ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي لګښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۱۷
Background image

پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې په موخه سیمه ییزو چارواکو او قومي مخورو سره دهمغږۍ ناسته وشوه

۱۰ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د یوه پلاوی په مشرۍ د پکتیا ولایت قومندانۍ په مقام کې د مرکز ګردیز او احمدابا. . .

بازگشت