د لغمان بادپښ ولسوالی کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
۸ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د بادپښ په ولسوالی کې د ملګرو ملتونو په همکارۍ ۱۰۰ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو په خبره هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ ته ۱۵ قطعې کورني چرګان، ۱۰۰ کیلو د چرګانو دانه، دانه خوري، ابخوري او د چرګانو د ناروغیو مخنیوي او درملنې په پار ۱۵۶۰ افغانې نغدې پیسې ورکړل شوي دي.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.