ننګرهار کې د اقلیم بدلون نړۍوالې اوونۍ په مناسبت غونډه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۲۵
ننګرهار کې د اقلیم بدلون نړۍوالې اوونۍ په مناسبت غونډه وشوه

۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
په ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په لارښوونه او د پیاوړتیا لوړولو، چاپېریال ساتنې او بشري مرستو موسسې (REHA) په تخنیکي همکارۍ د «اوبو، انرژۍ او خوړو پر اړیکو د اقلیمی بدلون اغېزې» تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه.
غونډې ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په مشرۍ مل پلاوي، د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی، د ننګرهار وادي کرنيزو چارو رئیس، ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو یوناما دفتر مشرې کرن کو آتس، د یونېسف او يو اين ډي پي استازو او نورو مسوولینو ګډون کړی و.
په غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د اقلیم بدلون یوه نړیواله ننګونه وبلله او د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو، ګواښونو، او د سازښت په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص او د ننګرهار کانال امارتي شرکت د کرنیزو چارو رئیس انجینر محمد جميل خوشحال څرګنده کړه چې افغانستان د صنعتي هېوادونو د اقلیمي اثراتو ښکار شوی او له ټولو ملي او نړۍوالو بنسټونو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یوناما دفتر مشرې کرن کو آتس غونډه د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې له امارتي او خصوصي ادارو سره په دې برخه کې ځانګړې ناستې شوي او هر اړخیز نظریات به په ملي او نړیواله کچه شریک شي.
غونډه کې پر هېوادوالو هم غږ وشو چې د اقلیم بدلون سره د سازښت او مبارزې په اړه د عامه پوهاوي هڅې خپلو کورونو کې ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل. . .

بازگشت