هلمند کې د حیواني و نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۲:۸
هلمند کې د حیواني و نباتي درملتونونو څارنه وشوه

 ۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، مرکز لښکرګاه  کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي ، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي ، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه ٨ بابه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځئ یې وتړل سوې ، ددې ترڅنګ دوئ ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
ددغې څارنې په ترڅ کې یوه اندازه تاریخ تیر درمل هم راټول او ضبط کړل سول .
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور  او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل. . .

بازگشت