د کندهار نېش کې پر ۱۵۰ بڼوالو د حاصل راټولولو اړین توکي ووېشل شوه
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د سولې بنسټ مووسسې په مالي ملاتړ، نېش ولسوالی کې ۱۵۰ بڼوالو ته د حاصل راټولولو اړین توکي ووېشل شول، ترڅو د کرنې د ودې او بڼوالو د ملاتړ په برخه کې مرسته وشي.
په دې مرسته کې هر بڼوال ته یوه المونیمي زینه، د حاصلاتو راټولولو یوه بسته، او پنځه پلاستیکي جالۍ ورکړل شوې، چې د دغو توکو په مرسته بڼوال کولای شي د خپلو بڼونو حاصلات په اسانۍ او خوندي ډول راټول کړي.
د یادونې وړ ده، چې ورته مرسته د کندهار په کښته او لوړ شاولیکوټ کې هم، پر ۲۴۲ بڼوالو ووېشل شوه.