هلمند کې د سویابینو حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شو

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۴:۳۵
 هلمند کې د سویابینو حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شو

۲۹ تله ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې «NEI» په همکارۍ ددې ولایت د مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالۍ پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه وېشلي و او د یاد سیمو په شاخوا ۳۵۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي، چې دا مهال یې د حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شوې ده.
تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست لخوا هلمند کې په ۵۵۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي وه، چې بزګرو ورڅخه د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړل.
څېړنو ښودلې چې هلمند ولایت کې دسویابینو کښت ښه حاصل ورکوي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې هلمند کې سویابین ترویج کړي او تر راتلونکو دوو کلونو پورې دالړۍ نوره هم وغځوی او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت