د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال: د اضافي غنمو پېرل او زېرمه کول د بزګرانو په ګټه ده
۱۴ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د تخار ولایت له یوشمېر بزګرانو سره د لیدنې پر مهال د اضافي غنمو پېرل او زېرمه کول د بزګرانو په ګټه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا غنم کروندګرو پورې اړه لري او د بزګرانو لپاره زېرمه کېږي، ترڅو د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخیستل شي.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: «د اضافي غنمو پېرل او زېرمه کول د کروندګرو په ګټه ده، ځکه دغه غنم په زېرمتونونو کې زیرمه کېږي، ترڅو په بېړنیو حالاتو کې، یا که په بازار کې د غنمو او وړو بیه لوړه شي، دغه غنم بېرته بازار ته وړاندې شي، ترڅو د غنمو بیه کنټرول شي. دا غنم کروندګرو پورې اړه لري او د کروندګرو او خلکو لپاره زېرمه کېږي.»
ملااغاجان اخند زیاته کړه: «د تخار په ولایت کې څه دپاسه پنځه زره مټریک ټنه اضافي غنم شتون لري، چې د اسلامي امارت له خوا پېرل کېږي او یوه اندازه یې کابل او بدخشان ته لېږدول کېږي او پاتې نور یې د همدې ولایت په ګودامونو کې ساتل کېږي»
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال بزګرانو ته په خطاب کې زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې کروندګرو ته سړې خونې او چکډېمونه جوړ کړو، د اوبو مدیریت رامنځته او پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو توکو د وېش زمینه برابره کړو.
دغه راز د تخار ولایت مقام او سیمه ییزو چارواکو هم د غنمو د بیې په کنټرول، د احتکار او قاچاق مخنیوی په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار وویل: «غنم په مستقیمه توګه له بزګرانو څخه اخیستل کېږي، چې بزګرانو ته ګټه ورسوي، چې د راټولولو او لېږد لګښت یې دکرنې وزارت پر غاړه ده.»
د تخار ولايت د کرنې رييس قاري قطب الدين دهنوي وويل: «په دغه ولايت کې کروندګر معياري سړې خونې نه لري او خپل حاصلات په کمه بيه پلوري، په دې ولایت کې کرکېله په دودیزه بڼه ترسره کېږي، باید میکانیزه شي. موږ ډېرې اوبه لرو خو ۳۵۰ زره هکټاره للمي ځمکه لرو، چې باید اوبیزې شي ښه حاصلات او دوه فصلونه ولري.»
د تخار ولایت یو شمېر مخکښو بزګرانو د تخار ولایت د کرنې ریاست په انګړ کې په یوه ولسي غونډه کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې په یاد ولایت کې د دوی لپاره معیاري سړې خونې جوړې کړي، ترڅو د حاصلاتو په موسم کې د دوی میوې او سابه زېرمه او په مناسب وخت کې بازار ته وړاندې شي، دغه راز بازارموندنه، په مناسب وخت کې د کرنیزو تخمونو، کیمیاوي سرو، کرنیزو توکو او آفت وژونکو وېش د دغه ولايت د کروندګرو نورې غوښتنې وې.
معین مالی و اداری وزارت زراعت: خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد به نفع دهاقین است
۱۴ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دیدار با دهاقین ولایت تخار ذخیره سازی گندم مازاد را به نفع دهاقین دانسته و تاکید کرد که این گندم از دهاقین است و برای دهاقین ذخیره می شود تا در مواقع ضروری از آن استفاده صورت گیرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدارگفت:« خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد به نفع دهاقین است، بخاطریکه این گندم در گدام ذخیره سازی میشود و در حالات اضطراری، بحرانی و بلند رفتن قیمت گندم دوباره به بازار عرضه میگردد، این گندم از دهاقین است و برای دهاقین و مردم ذخیره سازی میشود.»
ملا آغاجان آخند افزود:« بیش از پنج هزار متریک تن گندم مازاد در ولایت تخار وجود دارد که توسط امارت اسلامی خریداری یک مقدار آن در به کابل و بدخشان انتقال مییابد و باقی در گدام این ولایت ذخیره سازی میشود.»
معین مالی و اداری وزارت زراعت به دهاقین علاوه کرد که ما در تلاش سردخانه ها، چکدم ها، مدیریت آب و توزیع وسایل زراعتی، کود کیمیاوی و تخم اصلاح شده بذری گندم به دهاقین هستیم.
هم چنان مقام ولایت تخار و مقامات محلی وعده همکاری در کنترول قیمت گندم، عدم احتکار و عدم قاچاق گندم را سپرده اند.
مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت در این باره گفت:« گندم مستقیم از دهاقین خریداری میگردد تا نفع آن به دهاقین برسد و تمام مصارف انتقال و جمع آوری به دوش وزارت زراعت است، این روش برگرفته از حضرت یوسف علیه السلام است.»
اما قاری قطب الدین دهنوی رییس زراعت ولایت تخار گفت:« دهاقین در ولایت سردخانه معیاری نداری و محصولات زراعتی شان را به ناچیز میفروشند، شیوه زراعت در این ولایت سنتی است باید میکانیزه شود و آب فراوان داریم اما ۳۵۰ هزار هکتار زمین للمی داریم باید آبی شود حاصلات خوب و دو فصله داشته باشد.»
شماری از دهاقین پیشقدم ولایت تخار در یک مجلس مردمی در ریاست زراعت ولایت تخار از امارت اسلامی خواستند تا برایشان سردخانه های معیاری در آن ولایت بسازد تا میوه جات و سبزیجات شان را در فصل رفع حاصل نگهداری کنند هم چنان ایجاد بازار، توزیع وسایل زراعتی، کود کیمیاوی، تخم بذری، کمک آفت کشها در موقع مناسب آن از دیگر خواسته های دهاقین این ولایت است.