فراه کې لسګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړونده توکو مرسته وشوه
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ډي،آر،سي او راډا» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت مرکز، پشت رود او بالابلوک په ولسوالیو کې د بڼوالۍ د پیاوړتیا او د نشه یي توکو دمخنیو په موخه ددرې ورځنۍ روزنیز پروګرام په ترڅ کې لسګونه بڼوالي روزلي او پر دوی د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.