د کندهار خاکریز کې لسګونه بزګران روزل کېږي
د کندهار د کرنې، اوبو لګوبو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د سولې ریښې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د خاکریز ولسوالی ۸۸ تنو بزګرانو ته د بڼونو جوړول او تنظیم، د ځمکې خړوبول، ښاخبري کول، د حاصل راټولولو لاروچارو، د کیمیاوي سرو او درمل شیندلو لارښوونې او بسته بندې کولو په برخه کې روزنه ورکوي.
د خاکریز ولسواللی د کرنې مسؤلینو یاد ۸۸ تنه بزګران په ۷ ګروپونو وېشلي، چې هر ګروپ ته په یوه اوونۍ کې یو ځل د بڼ جوړولو روزنه ورکول کېږي. ترڅو په بڼونو کې شته ستونزي حل کړي، په حاصلاتو کې یې زیاتوالي راشي، په کمو اوبو سره زیاته ځمکه خړوبه کړي او ترڅنګ حفظ الصح ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د یادو بزګرانو له ډلې یو ګروپ لس تنه بزګرانو ته د ښاخبري پر اهمیت او هرزه وښو د کنترول په برخه کې روزنه ورکړل شوه.