د پروان ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې
۷ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د پروان ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د پروان ولایت تخنیکي پلاوي ددې ولایت بېلابېلو سیمو ته د سفر په ترڅ کې د امارتي غصب شویو ځمکو څخه لیدنه وکړه.
باید وویل شي، چې پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.