د کندهار تخته پل کې د نصف عشر تر نامه لاندې غونډه دائره شوه
۷ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې د کندهار تخته پل ولسوالی کې د مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د تخته پل ولسوالی ولسوال، امنیه قومندان، امربالمعرؤف مسؤل، د جوماتونو ملا امامانو او د یادې ولسوالی مخورو په ګډون غونډه دائره شوه.
د یادې غونډې په پیل کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي په خپلو خبرو کې وویل؛ «د اسلام په مبارک دین کې د آمیر اطاعت کول واجب دی، ټول بزګران باید د آمیر المؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم سره سم، نصف عشر اسلامي امارت ته ورکړي ترڅو اسلامي امارت یې تر مستحقینو او اړمنو کسانو ته د لاس نیوې په موخه ورسوي.»
ښاغلی فضلي په خپل خبرو کې د علماوو لورته په اشاره سره وویل اسلامي امارت د جوماتونو د امامانو لپاره په راتلونکې کي د همکارې کولو تصمیم لري.
د غونډې په وروستي کې د ټولو بزګرانو او علماء کرامو څخه یې غوښتنه وکړّ، چې یاد فرمان د کرنې ریاست له لورې تاسو ته راورسید چې نور تاسو باید نصف عشر اسلامي امارت ته ورکړئ.
د یادونۍ وړ ده چې د نصف عشر په پار مخکې هم د کندهار ښار ۱۹ حوزو او دامان، پنجوائې، ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې غونډې نیول شوې وې، چې په یادو غونډو کې ټولو ته توصیه وشوه، ترڅو د نصف عشر حکم پلي شي.