د کندهار ارغنداب کې د میلکو کمپنۍ سره د لبنیاتو ماشینونو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۴:۷
د کندهار ارغنداب کې د میلکو کمپنۍ سره د لبنیاتو ماشینونو مرسته وشوه

۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «سي،اچ،اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب په ولسوالی کې د میلکو کمپنۍ دوو څانګو سره د لبنیاتو د پروسس اړونده توکو مرسته وکړه.
د چاراکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې یادو څانګو ته د شېدو ټولولو ټانکۍ، چې هر یوه یې د دوه زره لیټره شېدو د ټولولو وړتیا لري او ترڅنګ یې دوه جنراټورونه، چې ۶۴ کیلواټه برېښنا تولیدوي او د شېدو د حرارت ساتلو په موخه ترې ګټه پورته کېږي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د ارغنداب ولسوالی د میلکو کمپنۍ څانګو معیاري کول، د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې خلکو ته معیاري لبنیات و ړاندې کول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۹
Background image

کندز کې څه دپاسه شپږ زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د کندز له ولایت څخه څه باندې شبږ زره مټریک ټڼه غنم پېرل او زېرمه کېږي، دغه غنم په نېغه له کرودګرو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول 

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په سپین بولدک او غورک. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۵
Background image

د لوګر د کرنې رییس د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره و کتل

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید، مرکز ته اړوند د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره وکتل او د طبیعي ځنګلونو د قطع کولو. . .

بازگشت