کندز کې څه دپاسه شپږ زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۹
کندز کې څه دپاسه شپږ زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د کندز له ولایت څخه څه باندې شبږ زره مټریک ټڼه غنم پېرل او زېرمه کېږي، دغه غنم په نېغه له کرودګرو، کرنیزو کوپراټیفونو، د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو او ازاد بازار څخه پېرل کېږي.
 د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال په کندز ولایت کې ۴۸۵ زره او ۷۲۰ مټریک ټنه غنم تولید شوي دي، چې ۴۲۰ زره او ۴۷۰ مټریک ټنه یې له اوبیزو کروندو او ۶۵ زره او ۲۵۰ مټریک ټنه یې له للمي کروندو څخه ترلاسه شوي دي.
د دغه ولايت د کرنې رياست د شمېرو له مخې، سږ کال په دغه ولايت کې پر ۱۹۸ زره او ۶۶۱ هکتاره ځمکه اوبیز او للمي غنم کرل شوي ؤ. دکندز په ولایت کې د غنمو ترڅنګ شولې، وربش، جوار، مۍ، نخود او لوبیا هم کرل کېږي.
په دغه ولايت کې د پنبې، سويابين، ذغر، زعفران او کونځلو ترڅنګ نور صنعتي نباتات هم دود شوي دي او کروندګر يې کري، د دې تر څنګ کچالو، رومي بانجان، پياز او هوږه هم په دغه ولايت کې ښه حاصل ورکوي.
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان اخند په مشرۍ کمیټه د کندز ولایت له بزګرانو څخه د اضافي غنمو د اخیستلو او زېرمه کولو په موخه کندز ولایت ته سفر کړی دی.

بیش از شش هزار گندم در ولایت کندز خریداری و ذخیره سازی میشود
۱۱ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
براساس حکم  عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی، بیش از شش هزار گندم در ولایت کندز خریدار و ذخیره سازی می‌شود، این گندم به طور مستقیم از دهاقین، کوپراتیف‌های زراعتی، شرکت های تولید تخم بذری و بازار آزاد خریداری خواهد شد.
مسوولین ریاست زراعت ولایت کندز می‌گویند، امسال ۴۸۵هزارو ۷۲۰ متریک تن گندم در ولایت کندز تولید شده است، که ۴۲۰ هزار و ۴۷۰ متریک تن آن از زمین‌های آبی و ۶۵ هزار و ۲۵۰ متریک تن آن از زمین های للمی به دست آمده است.
براساس آمار ریاست زراعت این ولایت، در سال جاری ۱۹۸ هزار و ۶۶۱ هکتار زمین تحت کشت گندم آبی و للمی در این ولایت بوده است، در ولایت کندز برعلاوه کندم شالی، جو، جواری، ماش نخود و لوبیا نیز کشت می‌گردد.
نباتات صنعتی شامل پخته، سویابین، ذغر، زعفران و کنجد در این ولایت ترویج یافته و دهاقین کشت می‌نمایند، برعلاوه کچالو، رومی، پیاز، گلپی و سیر نیز در این ولایت حاصلات خوبی ‌.
کمیته به سرپرستی ملا آغا جان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت کندز سفر کرده اند تا گندم مازاد دهاقین ولایت کندز را خریداری و ذخیره نمایند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

بازگشت