د هلمند دوو ولسوالیو کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۰:۲۶
د هلمند دوو ولسوالیو کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «جک» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نادعلي او ګرمسېر ولسوالیو د ۷۰۰۰ کروندګرو د سروې چارې پیل شوي دي.
دیادې پروسې په لړ کې د یادې ولسوالیو ۷۰۰۰ بزګران د یوې رڼې سروې له مخې به د مستحقینو په لیست کې شامل او پر دوی به د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره کېږي.
په دغه پروسه کې هغه بزګران چې د ٢ څخه تر ٥ جریبه ځمکه ولري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، د تخم او کیمیاوې سرې د پیرلو توانایي نلري مستحق پېژندل کېږي، تر سروې وروسته هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
د دغو مرستو موخه په یادو ولسوالیو کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
دیادوني وړ ده، چې دغه پروسه په نورو ولسوالیو کي هم روانه ده چې زرګونه بزګران به له دغو مرستو برخمن شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۵۴
Background image

کندهار کې د غنمو پېرلو لړۍ په چټکۍ روانه ده

۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر، امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم سره سم، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کندهار کرنیزو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار بولدک کې څلور زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړۍوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۱۴
Background image

د پکتیکا کرنې رئیس د قومي مشرانو او سپین ږیرو سره ولیدل

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت کرنې ریاست رئیس الحاج مولوي محمدزمان (عمري) د قومي مشرانو او سپین ږیرو سره په خپل دفتر کې ناسته وکړه.  
په دې لیدنه کې د وړممي. . .

بازگشت