د هلمند بولان څېړنیز فارم کې په ګڼو نباتاتو څېړنې روانې دي
۱۸ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د بولان څېړنیز فارم کي د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو باندې څیړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کې د پسرلنیو نباتاتو لکه زغر،کونځله، شنه مۍ، ممپلۍ، پنبه، سویابین، بنډی، بانجان، رومیان، لمرګل، پیاز، کډو ګک، هندواڼې او کشنیزو ننداریزې کروندې جوړ شوي او ترڅنګ یې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو نیالګي هم روزل کېږي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې دا مهال په دې فارم کې د سبو د تخمونو راټولولو چارې پیل شوي دي، چې په دغو سبو کې (رومیان ـ بانجان او کدوګک ) شامل دي چې په منظم ډول به ورڅخه دغه تخمونه راټول او د ډېرولو په موخه به اړونده کرنیزو شرکتونو او تصدیو ته په واک کې ورکړل شي.
د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري، چې په هلمند کي د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي تر څو له مخي یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده چې دا مهال د بولان څیړنیز فارم کې دغه تجربې د مسلکي کارکوونکو لخوا تر څېړنو لاندې دي چې پر وخت به یې ټولې چارې تر سره شي.