هلمند کې د کب روزنې ټولنې له چارواکو سره ناسته وشوه
دهلمند ولایت د کرنې، او بولګولواومالداري رياست اړوند د مالدارۍ اوحيواني روغتيا امر حافظ هدایت هدایت په دې ولایت کې د کب روزنې ټولنې له مسؤلینو سره ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر لخوا د کب روزنې فارمونو د ودې او پراختیا په موخه ګډونوالو ته یو لړ سپارښتنې وشوې.
ښاغلي هدایت د کب روزنې ټولنې رییس ته د کبانو د يوي عصري هچرې چې په داخل کي دکبانو د بچیانو د تولید وړتیا ولري د رغولو سپارښتنه وکړه.
دغه راز په دې ناسته کې ښاغلی هدایت د کرنې ریاست او خصوصي سکتور ترمنځ د ښې همغږئ رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.
وروستیو کې ګډونوالو خپلې ستونزې او غوښتنې دمالدارۍ او حیواني روغتیا له آمرسره شریکې کړې، چې هغه ورسره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه .