هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه
۶ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله هدایت سره د شاتو مچیو د ودې او بهبود په موخه ناسته وکړه.
د شاتو مچیو روزنې ټولنې چارواکو په پیل کې په یاده برخه کې د خپلو لاسته راوړنو او راتلونکي پلانونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
هغوی دغه راز د شاتو لپاره د بازار موندنې، له دوی سره د اړینو توکو مرستې او بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه ښاغلي هدایت سره شریک کړل.
په ورته وخت کې د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ددوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او د ټولنې مسؤلینو ته یې پخپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.