د کرنې او مالدارۍ مرستیال له ایراني او کورنیو سوداګرو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۴:۴۲
د کرنې او مالدارۍ مرستیال له ایراني او کورنیو سوداګرو سره وکتل

۳۱چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ایران له یو سوداګر او یو شمېر کورنیو سوداګرو سره چې د کبانو روزنې او شنو خونو کې پانګونې ته لېوال دي، وکتل.
دغه ناسته چې د کرنې او مالدارۍ د مرستیال په دفتر کې دائره شوې وه، په کې ایراني سوداګرو د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره په کتنه کې په افغانستان کې د کبانو بچیو د تولید او د شنو خونو په جوړولو کې د پانګونې په برخه کې خپله لېوالتیا وښوده او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه. 
په ورته وخت کې مولوي صدراعظم عثماني د ایراني سوداګرو دلېوالتیا د څرګندولو هرکلی وکړ او د کرنې وزارت د مقرراتو په چوکاټ کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

دیدار معین زراعت و مالداری با تجار ایرانی و داخلی 
۳۱ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با یکتن از تاجران کشور ایران و شماری از تاجران داخلی که علاقمند سرمایه گذاری در بخش تولید و پرورش ماهی و سبزخانه‌ها هستند دیدار کرد.
این دیدار که در دفتر معین زراعت و مالداری برگزار شد بود در آن تاجر ایرانی علاقه مندی شان را مبنی بر سرمایه گذاری در بخش تولید چوچه ماهی در افغانستان و همین گونه احداث سبزخانه‌ها با معین زراعت و مالداری شریک ساخته و خواستار همکاری وزارت زراعت شدند.
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی از ابراز علاقمندی تجاری ایرانی استقبال کرده و اطمینان هرنوع همکاری را در چارچوب مقررات وزارت زراعت سپرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۲۶
Background image

د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله غونډه په کندهار کې جوړېږي


۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
ټاکل شوې، چې سبا د کابل پوهنتون لخوا د کندهار ولایت د اناستو په پوهنتون کې د "افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب" تر سرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۵۴
Background image

کندهار کې د غنمو پېرلو لړۍ په چټکۍ روانه ده

۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر، امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم سره سم، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کندهار کرنیزو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار بولدک کې څلور زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړۍوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په. . .

بازگشت