د کندهار اوله ناحیه کې د څارویو کلینیکونو او مالدارۍ فعالیتونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۳:۴۱
د کندهار اوله ناحیه کې د څارویو کلینیکونو او مالدارۍ فعالیتونو څخه څارنه وشوه

۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یو شمېر حیواني کلینیکونه او د مالدارۍ فعالیتونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو له نسخې پرته د درملو پلورلو څخه ډډه وکړي، ددې ترڅنګ د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو د جوازونو څارل شامل دي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د پلور مخه ونیول شي، مالدارانو ته نسخې ورکولو،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۰:۶
Background image

د لوګر د کرنې رییس د کبانو روزنې فارم څخه لیدنه وکړه

۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګرد کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په داسې حال کې چې د مالدارۍ آمریت تخنیکي او مسلکي کارکوونکو یې هم ملتیا کوله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۹:۲۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په پروان کې د غنمو تخم د تولید له یوه شرکت څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» او ورسره مل پلاوي پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جبل السراج سبز دکرنیزو تخمونو د تولید او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۹:۲۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په پروان کې د شېدو ټولولو له دوو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالی د مددخېلو کلي او د پروان ولایت د بګرام ولسوالی د قلندرخېلو د شېدو ټولولو له مرکزونو څخه. . .

بازگشت