د هلمند مارجه کې لسګونه بزګران وروزل شول
۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د مارجې په ولسوالی کې لسګونو بزګرو ته دپنبې او کونځلو د کرکیلې د کنو، حشراتو او ناروغیو مخنیوی او په کروندو کې د کیمیاوي درملو د کارولو په اړه زده کړې ورکول شوې.
په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی، کتاري کرنې، اوبولګولو، د بیکاره وښو لیرې کولو، د کیمیاوي سرې کارونې او نورو برخو کې هر اړخیزې زده کړې ورکول شوې.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالی بزګرانو د کرنې ریاست له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره دې د کیمیاوي درملو ترڅنګ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وشي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د مارجې ولسوالی په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.