د پکتیا دکرنې رییس د اړیکو دفتر مسوول سره وکتل
۲۴چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی سیدامین هاشمي د اړیکو دفتر ولایتي مسوول شریف الله ایوبي سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.
په ياده ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د اړیکو دفتر ولایتی مسئول شریف الله ایوبي د پکتیا دکرنې رییس سره د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
ښاغلي هاشمي د اړیکو دفتر له چارو څخه د خوښي ترڅنګ له دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه، او له دوی یې وغوښتل چې خپلې پروژې د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي، نوموړي همداراز وويل چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې په برخه کې اسانتیاوې هم رامنځته شي.