د نیمروز ولایت د کرنې ریاست د خالي بستونو ازموینه واخېستل شوه
۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د نيمروز ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست د خالي بستونو لپاره له ۱۴ ګډونوالو څخه د نیمروز ولایت د ګمارنې کمېټې له لورې چې د اداري د رییس، د ولايت مقام د بشري سرچينو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو له آمریتونو څخه جوړه ده، ازموینه واخېستل شوه.
د نیمروز دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې د نیمروز ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست ۴ خالي بستونه چې مخکې د آزادۍ سیالۍ له لارې ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه اعلان شوي وو، ازموینه واخېستل شوه او ټاکل شوې ده ترڅو ۴ تنو مسلکي او د ا.ا.ا د اصولو ژمنو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.